Between Salim Karwan square & Old Taimani Square, Kabul, Afghanistan 24/7 open
Call Now
+9377 714 5050
SarwariMedical Complex
Mail Now
sarwarimedicalcomplex@gmail.com
Featured

سروري طبي کمپلیکس د ابو علي سینا بلخي نړیوال نندارتون ته

 سروري طبي کمپلیکس د ابو علي سینا بلخي نړیوال نندارتون ته
Event May 22, 2026 Kabul, Afghanistan

بې انتها خوښۍ او ویاړ سره، سروري طبي کمپلیکس د ابو علي سینا بلخي نړیوال نندارتون د ترسره کېدو په لړ کې، د هېواد د نامتو، زړه سواندو او خدمتګارو شخصیتونو د پرخیره او برکتناکو ګامونو کوربه و.

بې انتها خوښۍ او ویاړ سره، سروري طبي کمپلیکس د ابو علي سینا بلخي نړیوال نندارتون د ترسره کېدو په لړ کې، د هېواد د نامتو، زړه سواندو او خدمتګارو شخصیتونو د پرخیره او برکتناکو ګامونو کوربه و.
پدې توګه، موږ د ریاست‌الوزرا د محترم اقتصادی مرستیال جلالتماب محترم ملا عبدالغني برادر (حفظه‌الله)، د ریاست‌الوزرا د محترم اداري مرستیال جلالتماب محترم مولوي عبدالسلام حنفي (حفظه‌الله)، د عامې روغتیا د محترم سرپرست وزیر جلالتماب محترم مولوي نورجلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د محترم معین جلالتماب محترم مولوي محمد اسحق عاصم، عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال او سرپرست مولوي حمدالله زاهد او د یاد وزارت د خصوصي سکتور د محترم رئیس دوکتور احمد خندان له تشریف فرمايي او ارزښتمن شتون څخه خپله ځانګړې، خالصه او صادقانه مننه څرګندوو، چې د سروري طبي کمپلیکس غرفې ته په راتګ سره یې د دغه بنسټ د مدیریت او کارمندانو د سرلوړۍ، افتخار او زړه تودوخې لامل شول.

دا د خورا ویاړ ځای دی چې دغو لوړپوړو چارواکو، منلو ډاکټرانو او زړه سواندو مسوولینو د هېواد روغتیایي وضعیت ته په پراخ لید سره، زموږ د کمپلیکس له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او په ځانګړي ډول یې زموږ د لاسته راوړنو، خدماتو او په ځانګړې توګه د غوږ د حلزون کښت (Cochlear Implant) او هم Bariatric (or metabolic) surgery (د چاغو اشخاصو درملنه د لپراسکوپی (لیزر ) پواسطه ) پرمختللې پروسې په اړه پوښتنې وکړې.

د دغې حیاتي برخې په اړه د دغو مشرانو دقیقې پوښتنې او ځانګړې پاملرنه، د هېواد د مشرتابه او د عامې روغتیا وزارت د چارواکو هغه کلک هوډ ښيي چې غواړي د پېچلو او سختو طبقې درملنو په کورني کولو سره، زموږ هېڅ هېوادوال د درملنې لپاره بهر ته سفر کولو ته اړ نه شي.
د لوی رب له بارګاه څخه دغو مشرانو او د نظام ټولو زړه سواندو مسوولینو ته د ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ په لاره کې د لا زیاتو توفیقاتو هیله کوو.
په خورا درنښت او مننې سره،
د سروري طبي کمپلیکس مشرتابه او کارمندان
د ابو علي سینا بلخي نړیوال نندارتون - کابل
#نندارتون #سروری_طبی_کمپلیکس

Posted on May 24, 2026
AI Assistant
Connecting...

👋 Hello! I'm the AI Assistant for Sarwari Medical Complex.

How can I help you today? You can ask me about:

  • Our services and departments
  • Appointment scheduling
  • Operating hours and location
  • General health information
Just now